د وفاقي وزیر خزانه اسحاق ډار په مشرۍ کښې په ملک کښې د بورې د ذخیرې جاج اخستلو په اړه مهمه غونډه شوې ده

باغي ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې په هېواد كښې د شوګر صورتحال جاج اخستو لپاره غونډه وشوه۔
په غونډه كښې د شوګر د موجوده ذخيرې په صورتحال او د راتلونكې تقاضا جاج واخستل شو، په غونډه كښې بريفنګ وركړې شو چې په هېواد كښې د شوګر ډېر ذخيره موجود ده، په سندهـ او پنجاب كښې شوګر ملونو د ګني كرشنګ شروع كړے۔
بريفنګ کښې وئيلي شوي وو چې د سيلابونو له وجې به سنده کښې د شوګر پيداوار د تير کال په نسبت کم وي۔
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په هېواد كښې د بورې په موجوديت او پيداوار د اطمينان څرګندونه وكړه او وې ويل چې د بورې ستراتيژيك ذخائر دې برقرار وساتل شي٬ د بورې نرخونه دې وساتل شي چې خلقو ته راحت وركړې شي۔






