د بلوچستان په بیلا بیلو سیمو کښې د ناامنې له وجهې دفعه ۱۴۴ لګول شوې ده

باغي ټي وي رپورټ
د بلوچستان په قلعه عبدالله، چمن، پشین، ژوب او مستونګ ضلعو کې د امن د ګډوډۍ له وجې دفعه 144 نافذ کړی شوې.
د پنځلس ورځو لپاره په ټولو پنځو ضلعو کښې د موټر سائيکل په دوه اړخيزه سواري او د وسلو په نمائش هم پابندي لګولې شوې ده۔
د صوبې د کورنيو چارو وزارت د نوټيفيکيشن له مخې د صوبې په قلعه عبدالله، چمن، پشين، ژوب او مستونګ ضلعو کې د دفعه 144 لاندې په موټر سائيکل سواري او د وسلې په نمائش بنديز لګول شوی دی.
دامن او نظم په صورتحال کې د ګډوډۍ د وېرې له امله دفعه 144 نافذ کړل شوې، دفعه 144 به په اړوندو ضلعو کې د 15 ورځو لپاره نافذ وي.





