د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل یو شمیر مدرسو استادانو او علماء کرامو سره وکتل
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل یو شمیر مدرسو استادانو او علماء کرامو سره وکتل.
28 نومبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير پرون ماښام د کابل دیني مدرسو یو شمېر مدرسینو او علمای کرامو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې ناسته کې، شیخ اسماعیل، شیخ عبدالغني، شیخ عزیز الله او شیخ عبدالسمیع د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د اسلامي امارت پر حاکميت يې خوښي وښوده وې ويل، اسلامي نظام د ټولو علمای کرامو او افغانانو هيله وه.
دوی همداراز د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د کابل د مدارسو او طالبانو په اړه معلومات ورکړل او خپلې ستونزې یې شریکې کړې.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د ننګرهار ولایت د شینوارو قوم له مشرانو سره وکتل.
سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغو علماوو او مدرسینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، تاسو د دین د اشاعت او تدریس مقدسه دنده پر غاړه لرئ او ورته يې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت جدي هڅې کوي، چې د علماء کرامو ټولو ستونزو ته رسیدګي وشي.