د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د ننګرهار ولایت د شینوارو قوم له مشرانو سره وکتل.

0
179

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د ننګرهار ولایت د شینوارو قوم له مشرانو سره وکتل.

27 نومبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سیاسي مرستیال نن ماښام د ننګرهار ولایت د شینوارو قوم یو شمېر مشرانو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

په دې ناسته کې، د شینوارو قومي مشرانو له اسلامي نظام خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ وې ویل، د ساتنې لپاره يې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او په ننګرهار کې د بنسټيزو پروژو پلي کولو ترڅنګ يې د شینوارو ولسوالیو ته د بشري مرستو رسولو غوښتنه وکړه.

 

همداراز دوی په سياسي، ټولنيزو او اقتصادي برخو خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د شینوارو قومي مشرانو څخه چې تل يې د مجاهدینو او اسلامي نظام ملاتړ کړی، مننه وکړه.

 

نوموړي زياته کړه: اسلامي نظام د افغانانو غوښتنه ده او موږ هم ولسونو ته د هر اړخيزو خدمتونو وړاندې کول خپل مسووليت بولو.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د غزني ولایت له یوشمېر دیني علماؤ سره په سپيدار ماڼۍ کې ولیدل.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو په پای کې دوی ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت ټولو ستونزو ته متوجه دی او د اړوندو ادارو له لوري به یې د حل په موخه لا ډیرې هڅې وکړي.

Leave a reply