د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کښې د ډزو پیښې شوي دي، د ډزو په پیښو کښې دوه تنه سخت ژوبل شول

0
146

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په جمرود تحصیل نوې آبادۍ سیمه کښي د ډزو پیښه شوې ده.
په ډزو کښې صلاح الدين چې د ريئيس زویې دې ،سخت ژوبل شوے دے۔
د ریسکیو 1122 کنټرول روم ته د اطلاع ترلاسه کیدو سره سم طبي ټیم د پیښې ځای ته ورسید او ټپیانو ته یې لومړنۍ مرستې ورکړي او هغه یې روغتون ته انتقال کړ.
د ضلع خیبر ډسټرکټ ایمرجنسی افسر سید شعیب منصور دا خبر تایید کړې او ویلې ی دي چې ددوی ادارې دا ټپي تن روغتون ته رسولې دې.
د ډزو په یوه بله پيښه کښې د جمرود لاشوړه سیمه کښې د ګل وار چې د محمد انور زوې دې سخت ژوبل شوی دی.
د ریسکیو 1122 کنټرول روم ته د خبر ترلاسه کیدو سره سم د طبي ټیم موقعې ته رسیدلې او ژوبلو ته یې لومړنۍ مرستې ورکړې او د جمرود روغتون څخه یې د پیښور روغتون ته رسولي دي.

Leave a reply