د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د غزني ولایت له یوشمېر دیني علماؤ سره په سپيدار ماڼۍ کې ولیدل.

0
94

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د غزني ولایت له یوشمېر دیني علماؤ سره په سپيدار ماڼۍ کې ولیدل.

27 نومبر 2022

د اسلامي امارت ریاست الوزراء عمومي دفتر څخه په خپره شوې تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد دفتر سیاسي مرستیال تیره ورځ د غزني ولایت له یوشمېر دیني علماؤ سره په سپيدار ماڼۍ کې ولیدل.

 

خبرزیاتوي: په دې لیدنه کې شیخ خان محمد، مولوي حاجي محمد او مولوي عبدالمالک د نورو په استازيتوب په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د بنسټونو د ټینګښت لپاره خپل وړاندیزونه او مشورې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.

 

یادو علماؤ زیاته کړه، علماء د دولت او ملت ترمنځ د پل حیثیت لري او کولای شي د اسلامي نظام د پياوړتیا په برخه کې ښه رول ولوبوي. دوی دغه راز وړاندیز وکړ چې په رسنیو کې دې د دین احکام تبلیغ او دیني اولویتونه په نښه شي.

 

ذکر شويو علماؤ څرګنده کړه، علماء د اسلامي نظام د پایښت او تحکیم لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او په دې برخه کې ډاډ ورکړ.

 

د ریاست الوزارء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، د علماوو د عملي جهاد او دیني لارښوونو له امله نن افغانستان د اسلامي نظام څښتن دی.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مرکزي بغلان د کندهاري قوم له مشرانو سره وکتل.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د اسلامي نظام د پایښت او د خلکو د رضایت لپاره د علماوو مشورې او وړاندیزونه حیاتي ارزښت لري او د هېواد د رغاولو او اسلامي احکامو د تطبیق لپاره به ترې ګټه واخلي.

Leave a reply