د پي ټي آیی په لانګ مارچ کښې د حکومتي وسایلو کارول، ياسمين راشد د حکومتي وسائلو نه په استفادې سره د پوليسو په ګاډي کښې راغلې

باغی ټي وي رپورټ
په راولپنډۍ کې د پاکستان تحریک انصاف په جلسه کې هم حکومتي وسائل کارول شوي وو.
د پي ټي آئي غړې ډاکټر ياسمين راشد د پوليس په ګاډي کښې جلسې ته راغلې وه۔
ياسمين راشد په دې اړه وويل، چې دلته په خپل موټر کې راورسېده، د زنګون د ستونزې له امله يې د پوليسو له موټر څخه لفټ واخيست.
د پولیسو یو موټر هم د شیرین مزاري د لیدو لپاره چمتو شوی و او د غونډې ځای ته وړل شوی و. په لاريون کې د پنجاب سينيټري ورکرانو هم ګډون کړی وو.
دا خبره د یادونې ده چې په نوښار کې یو شمېر د پي ټي آیی فعالان چې د پاکستان تحریک انصاف د مارچ په کاروان کې برخه لرله نیمه لار راستانه شول.
هغه کسان چې د رشکۍ انټرچینج او نورو نقطو څخه ننوتي وو له عکس اخیستو وروسته بیرته راستانه شول.
کله چې کارګران له انټرچینج څخه ووتل، نو له موټرو څخه یې د پوسترونو او بیرغونو لرې کول پیل کړل او بیرته یې لاره خپله کړه.






