د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مرکزي بغلان د کندهاري قوم له مشرانو سره وکتل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مرکزي بغلان د کندهاري قوم له مشرانو سره وکتل.
23 نومبر 2022
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء عمومي دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن ورځ د بغلان ولایت کندهاري قوم له مشرانو سره وکتل او د هغوی مشکلات یې واوریدل.
په دې کتنه کې یادو مشرانو د اسلامي نظام پر حاکمیت خوښي وښوده او وې ویل، د اسلامي نظام دحاکميت لپاره ډېرو افغانانو قربانۍورکړي دي. دوی زیاته کړه، د موجوده نظام ساتنه د هر افغان دنده او مسؤلیت دی.
محترم مولوي عبدالکبیر یادو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال له هغوی وغوښتل چې د اسلامي نظام د لا تقویې لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو وزارت له لومړي مرستیال سره کتلي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د هېوادوالو دستونزو د اورېدو او د هغو د حل لارو د پیدا کولو په خاطر د اسلامي امارت دروازې د خلکو پر مخ خلاصې دي.






