د کابل – مزارشریف په لویه لاره د ترافيکي پېښې له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کابل – مزارشریف په لویه لاره د ترافيکي پېښې له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
باختر آژانس خبر ورکړی چې له مزارشریف څخه د بغلان په لور روان کرولا ډوله موټر له ټریلر سره ټکر کړی او اووه کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده. ویل کېږي، په دې پېښه کې دوه د کورولا او یو د بار وړونکي موټر کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
(2022 / 11 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کابل – مزارشریف د لویې لارې په اوږدو کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
ځايي مسؤلینو ویلي، چې دا پېښه د دې ولایت د خُلم ولسوالۍ اړوند په صیادو سیمو کې رامنځته شوې ده.
باختر آژانس خبر ورکړی چې له مزارشریف څخه د بغلان په لور روان کرولا ډوله موټر له ټریلر سره ټکر کړی او اووه کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده. ویل کېږي، په دې پېښه کې دوه د کورولا او یو د بار وړونکي موټر کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
اړوند موضوعات:
بغلان کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده
که څه هم تر اوسه د دې پېښې علت نه دی روښانه، خو په دې وروستیو کې خراب سړکونه، ګړندی تګ، د چلوونکو بېاحتیاطي او د ترافیکي نښو نهشتون د دې پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.