بدخشان؛ د واده په مراسمو کې د ډزو له امله څلور تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ټينګار وکړ چې د دغې قضيې عاملين د پوليسو له خوا نيول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي. تر دې مخکې په لغمان ولايت کې سيمه ييزو چارواکو د عقرب په ٢٤مه خبر ورکړى و، چې ناوې او زوى د واده په مراسمو کې د وسله والو د ډزو په پايله کې وژل شوي دي.
(2022 / 11 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د خوښۍ کې د ډزو له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدين احمدي وويل، چې دا پېښه تېره ورځ د يکشنبې په ورځ د قوس په شپږمه د دغه ولايت د جرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، په دې ډزو کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
اړوند موضوعات:
لغمان کې یو کس د وادۀ پر مراسمو برید کړی، ناوې او زوم یې وژلي دي