لغمان کې یو کس د وادۀ پر مراسمو برید کړی، ناوطې او زوم یې وژلي دي   

0
100

لغمان کې یو کس د وادۀ پر مراسمو برید کړی، ناوطې او زوم یې وژلي دي 

په لغمان ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې یوه وسله وال کس د واده پر مراسمو برید کړی او ناوې او زوم یې وژلي دي.

د لغمان د امنيې قوماندانۍ وياند يونس يوسفزى وايي، دا پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د اليشنګ ولسوالۍ د ګونپال په سيمه کې رامنځته شوې ده.

 

(2022 / 11 / 17   نېټه باغي ټلویزیون )

بشپړ راپور 

په لغمان ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې یوه وسله وال کس د واده پر مراسمو برید کړی او ناوې او زوم یې وژلي دي.

د لغمان د امنيې قوماندانۍ وياند يونس يوسفزى وايي، دا پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د اليشنګ ولسوالۍ د ګونپال په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په ​​وينا، ناوې او زوم د وسله وال کس په ډزو کې وژل شوي دي.

یوسفزي وویل چې امنیتي او کشفي ځواکونو هغه کس نیولی دی چې ډزې یې کړي دي. نوموړي د دغه بريد د انګيزې په اړه څه ونه ويل. باوري سرچينې رسنيو ته ويلي، چې د دې پېښې لامل د يوه ځوان له خوا د هغه وړانديز ردول وو، چې غوښتل يې له دې نوې جوړې سره واده وکړي. د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې دا ډول پېښې رامنځته شوې دي.

Leave a reply