پاکستانۍ پلاوې روس ته تللې دې چې د ارزانه تیلو اخستلو چارې بشپړه کړي

0
225

باغی ټي وي رپورټ
پاکستاني پلاوی د ارزانه خام تیلو د پېرلو په اړه د روس پلازمینې ماسکو ته سفر کړې دې.

دسرچينو ترمخه دپاکستان دپيټروليم وفاقي وزير مصدق ملک په مشرۍ کې دپاکستاني هيئت دپيټروليم سيکرټري محمد محمود اؤ نورو چارواکو پشمول دلاهور ائيرپورټ څخه روان شو.

سرچينې وائي د پاکستان اؤ روس ترمينځ به ډير زر د پاکستان سټريم ګيس پايپ لاين د کار پيل کولو په اړه هم خبرې اترې وشي.
دا خبره د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د پټروليم ډويژن سرچينې په هېواد کې د ډيزلو د کمښت راپورونه رد کړل.سرچینه وايي، په هېواد کې د ۱۵ ورځو ډیزلو زېرمه شته، د غنمو د کرلو په موسم کې باید د ډیزلو مصرف زیات شوی وای.

د سرچینو ترمخه د ډيزل درآمد هم روان دے او پي ايس او د ډيزلو درآمد لپاره ټينڈرونه پرانستلي دي ولي د آئل مارکيټنګ نور شرکتونه هم ډيزل درآمد کوي نو د دسمبر تر آخره پوري د ډيزل سټک ختميدو تاثر غلط دے.

Leave a reply