پکتیا کې د ماین چاودنې له امله د ا.ا. دوو سرحدۍ ځواکونو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

0
174

پکتیا کې د ماین چاودنې له امله د ا.ا. دوو سرحدۍ ځواکونو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

عبدالباري منیب ځدراڼ زیاتوي، چې په دې چاودنه کې دوه سرحدي ساتونکي سخت ټپیان شوي او د درملنې په موخه د پکتیا حوزوي روغتون ته وړل شوي دي. د يادونې وړ ده، چې د تېرو جګړو له امله د ماينونو چاودنې تل ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

(2022 / 11 / 27   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په پکتيا ولايت کې دماين دچاودنې له امله داسلامي امارت دوه سرحدي عسکر ټپيان شول.

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د تېرو جګړو د پاتې  شویو ماینونو د چاودنې له امله د اسلامي امارت دوه سرحدي سرتېري سخت ټپیان شوي دي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالباري منيب ځدراڼ وايي، دغه پېښه د دې ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ په “زغني” سيمه کې رامنځته شوې ده.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د وياند په وينا، په دې پېښه کې له تېرو جګړو څخه يو ځاى پر ځاى شوى ماين هغه مهال وچاودېد، چې سرحدي ځواکونه په ګزمه بوخت وو.

اړوند موضوعات:

هلمند؛ یوه مدرسه کې د ماین چاودنې لۀ امله شپږ ماشومانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

Leave a reply