د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ماتولو پلان، اپوزیشن ګوندونه په حرکت کښې راغلي چې د پي ټي آیی دا هڅه ناکامه کړي

0
102

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) مشر عمران خان وروسته له هغې چې د اسمبلۍ نه د استعفا اعلان وکړو، د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اپوزيسيون ګوندونه د ايوان د منحلېدو نه د بچ کولو لپاره متحرک شوي دي.

دسرچينو له مخې اپوزيشن گوندونو نن بيړنۍ غونډه رابللې ده، غونډه به داپوزيشن ليډر اکرم دراني په کور کې کيږي، غونډه کې به داپوزيشن گوندونو پارليماني مشران برخه اخلي چې پکې به په بيلا بيلو آپشنونو غور کيږي. د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د منحل کیدو څخه به وژغورل شي.
په دې اړه د اپوزيشن ليډر اکرم دراني وينا ده چې په غونډه کې به د وزيراعلي په ضد د عدم اعتماد تحريک په شمول په نورو آپشنونو غور کيږي.

جيو نيوز سره په خبرو کې د اے اين پي پارليماني ليډر سردار حسين بابک وئيلي دي چې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منحلولو ته به اجازه ورنه کړل شي.
د مسلم ليګ نون ايم پي اے اختر ولي وئيلي دي چي د اپوزيشن پارټو په غونډه کښي به ګډون کوي، وزيراعلي محمود خان بدر اسمبلي نه شي ماتولي نو هغه به څه اسمبلي ماتوي، اسمبلۍ د خيبرپښتونخوا د څلور کروړه اولس امانت ده۔

ده ووئيل چې د وزيراعلي په ضد به د عدم اعتماد تحريك جمع كوي او عدالت ته د تګ اختيار به هم استعمالوي۔

Leave a reply