د عمران خان په امر او لارښوونه به سل په سلو کښې عملی کوو: بیرسټر سیف

0
155

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا حکومت د خاص مرستیال بیرسټر سیف بیان د عمران خان د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ ماتولو په اړه خپل بیان جاري کړي دې.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو خاص مرستیال بیرسټر محمد علي سیف وايي، د خیبر پښتونخوا حکومت به د عمران خان هر حکم عملي کوي، د استعفا، اسمبلۍ تحلیل او له حکومته وتلو ته به چمتو وي.
بيرسټر سياف وويل، په راولپنډۍ کې د واک تاريخي نندارې ټول ريکارډونه مات کړل، د سياسي بحران د ختمولو يواځينۍ حل نوې او رڼې ټاکنې دي، وارد شوى حکومت له هېواد او ولس سره مخلص دى، نو بايد د ټاکنو اعلان وکړي.

دا خبره د یادونې ده چې د پنجاب د اعلی وزیر پرویز الهي زوی او پخواني وفاقي وزیر مونس الهي د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان د اسمبلۍ څخه بهر وتلو په بیان غبرګون ښودلی دی.
پخواني وزيراعظم او د پاکستان د تحريک انصاف مشر عمران خان په راولپنډۍ کې يوې جلسې ته په خپله وينا کې ويلي چې د ټولو اسمبلۍ نه د وتلو پرېکړه يې کړې ده.

Leave a reply