د پاکستان فوځ د عامه اړیکو ادراې، آئي ايس پي ویلي دي چې د فوځ سرلښکر د اثاثو په اړه بیانونو بې بنیاده او تشه پروپاګنده ده
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې ISPR د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه پر ضد د ناوړه کمپاين سخته غندنه کړې ده.
د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې د جنرال قمر جاوېد باجوه او د هغه د كورنۍ د اثاثو په اړه په سوشل ميډيا غلط فېصلې وركړې شوې وې، دغه ګمراه كونكي شمېرې د ګومانونو په بنياد مبالغه كړې شوې۔
د عامه اړیکو د څانګې په وینا، یوې ډلې په ناسمه توګه د سمدي او د کورنۍ اثاثې جنرال باجوه ته منسوبې کړې، دا غلط تاثر ورکوي چې دا اثاثې د جنرال باجوه د شپږ کلنې دورې په موده کې د سمدي کورنۍ جوړې کړې وې.
آئي ايس پي آر دا هم وئيلي دي چي د آرمي چيف او د هغه د خاندان د اثاثو په اړه معلومات په مکمله توګه بي بنياده، په سراسر غلط او د بدنيتي په بنياد دي، د جنرل قمر جاويد باجوه، د هغه د ميرمني او د خاندان د هر غړي اثاثي په ايف بي آر کښي اعلان شوي دي۔
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، د پوځ مشر او د هغه کورنۍ په منظمه توګه د مالیې اسناد جمع کوي، د هر وګړي په څیر، د پوځ مشر او د هغه کورنۍ د خپلو اثاثو لپاره د مالیې چارواکو ته حساب ورکوونکي دي.