یو افغان ځوان چې غوښتل یې د ایران له لارې ترکیې ته قاچاقي سفر وکړي لاره کې یې ژوند له لاسه ورکړی

0
208

یو افغان ځوان چې غوښتل یې د ایران له لارې ترکیې ته قاچاقي سفر وکړي لاره کې یې ژوند له لاسه ورکړی 

د هغه کورنۍ ویلي چې شفیق پلان درلود چې د ایران، ترکیې او یونان له لارې اروپا ته قاچاق لاړ شي. خو موخې ته له رسېدو وړاندې د سرحدي ساتونکو له خوا ووژل شو.

د یادونې ده چې د ط.البانو له بیاځلي واک ته رسېدو وروسته په سلګونو زره افغانان د قاچاق له لارې اروپايي او د سیمې هېوادونو ته کډوال شول.

 

(2022 / 11 / 27    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

دغه ځوان افغان چې غوښتل يې ترکيې ته ننوځي د سرحدي ساتونکو له خوا وژل شوی. شفیق ستانکزی د افغانستان یو له تعلیم یافته اتباعو څخه چې غوښتل یې ترکیې ته داخل شي د ایران او ترکیې په پوله کې د سرحدي ساتونکو له خوا په ډزو ووژل شو.

د هغه کورنۍ ویلي چې شفیق پلان درلود چې د ایران، ترکیې او یونان له لارې اروپا ته قاچاق لاړ شي. خو موخې ته له رسېدو وړاندې د سرحدي ساتونکو له خوا ووژل شو.

د یادونې ده چې د ط.البانو له بیاځلي واک ته رسېدو وروسته په سلګونو زره افغانان د قاچاق له لارې اروپايي او د سیمې هېوادونو ته کډوال شول.

اړوند موضوعات:

مېرکل د افغانستان پۀ اړه لۀ اوردغان  سره خبرې کړې دي 

تر دې وړاندې هم دې ته ورته پېښې شوي، په وروستیو کې د ملګرو ملتونو دفتر ( UNHR) هم له ترکیې او ایران څخه غوښتي وو چې د افغان کډوالو پروړاندې له ناوړه چلند څخه لاس واخلي.

 

Leave a reply