د سکهر او ملتان موټروې حفاظتي جالۍ غلا شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
څرګنده شوې ده چې سکهر او ملتان موټروې حفاظتي جالۍ غلا شوي دي.
د سرچینو مطابق د موټر په غاړه نصب شوي حفاظتي جالونه غلا کول پیل شوي.
سکهر پوليس د هائي وے جالونو غلا کولو دري ملزمان ګرفتار کړي دي او د دوي قبضي نه ئي د لکونو روپو جال برآمد کړي دي۔
دا خبره د یادونې ده چې د سندهـ حکومت د سکهر موټروې په منصوبه کې د دوه اربه روپو د کرپشن تحقیقاتو لپاره بله تحقیقاتي کمېټۍ جوړه کړې ده.
د سکهر-حیدراباد موټروې جوړولو لپاره د ځمکې په اخیستلو کې د فساد یوه بله ادعا هم مخې ته راغلې ده
د دې موضوع د څېړلو لپاره تر اوسه درې کمېټې جوړې شوې دي، چې یوه یې د لوی درستیز، یوه د کورنیو چارو وزارت او بله د فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارې له خوا جوړه شوې ده.






