ایم این اې محسن دواړ په اسلام آباد هوایی ډګر بهر هیواد ته د سفر کولو په مهال ودرول شو

0
200

باغی ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ بهر ته د تګ په مهال د اسلام اباد په هوايي ډګر کې ودرول شو.

محسن داوړ په تاجکستان کې د هرات امنیتي خبرو اترو کې د ګډون لپاره روان و، خو محسن داوړ د اسلام اباد په هوايي ډګر کې د FIA لخوا ودرول شو.

په دې اړه محسن داوړ وايي، زما نوم د کابینې له خوا له ای سي ایل څخه د ۲ میاشتو لپاره ایستل شوی، زه په لاره وم، ودرول شوم، احساس مې شو چې مخکې له مخکې خبر شوی و.

محسن داوړ وايي، چې کله کاونټر ته ورسېدم، راته وويل شول چې نوم يې په اي سي ايل کې دی، ما وويل چې کابينې زما نوم له اي سي اېل څخه ايستلی دی، راته ويل شوي وو چې ما ته يو ټليفون راغلی چې هغه ته اجازه ور نه کړل شي.
………………….

Leave a reply