پیمرا د اعظم سواتي په وینا خپرول بندیز لګولې دې

0
88

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د الېکټرانک مېډيا تنظيمي ادارې (پيمرا) د پي ټي آئي سېنېټر اعظم خان سواتي چې په سوشل ميډيا د متنازع بيانونو ورکولو په تور نيول شوی ؤ، د بيانونو، مطبوعاتي کانفرنسونو او پروګرامونو له نشرولو بنديز لګولی دی.

د پيمرا لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې اعظم سواتي د نومبر په ۲۶ مه په راولپنډۍ کې شوې غونډه کې د ثبوت نه پرته په ادارو تورونه لګولي وو .
بیان کې ویل شوي چې د سېنېټر اعظم خان سواتي په تقریرونو، مطبوعاتي کانفرنسونو یا پروګرامونو نشرولو بندیز لګول شوی دی.

د پيمرا اعلاميه له مخې د حکمونو خلاف ورزي په صورت کښې به د شوکاز نوټس نه بغير د ټي وي چينلونو لائسنس معطل کړے شي۔

ياده دي وي چي ايف آئي اے د پي ټي آئي مشر تيره شپه د اسلام آباد نه ګرفتار کړے وو او د سائبر کرائم قانون لاندي ئي مقدمه درج کړي وه۔

Leave a reply