اسلامي امارت انور ابراهیم ته د مالیزیا د نوي لومړي وزیر په ټاکل کیدو مبارکي ویلی.
اسلامي امارت انور ابراهیم ته د مالیزیا د نوي لومړي وزیر په ټاکل کیدو مبارکي ویلی.
24 نومبر 2022
د اسلامي امارت یا افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د مالیزیا هیواد نوي لومړي وزیر انور ابراهیم ته په ټاکل کیدو مبارکي ویلی.
یاده اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت، ښاغلي داتو سِري انور ابراهيم ته د ماليزيا د لومړي وزير په توګه د ټاکل کېدو په وياړ د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي او په دې ماموریت کې ورته د بریا هیله کوي.
اعلامیه زیاتوي: افغانستان او ماليزيا دوه وروڼه اسلامي هيوادونه دي چې له ۱۹۵۷ کال راهيسې د دوستانه اړيکو اوږده مخينه لري.
اړوند موضوعات
د چارو ادارې لوی رئیس: اسلامي امارت له کابله تر واخانه د ولس يو شان خدماتو ته ژمن دی.
اسلامي امارت زیاته کړی چې مالیزیا د افغانستان اسلامي امارت په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او له نوي حکومت سره په ګڼو برخو کې ګډ کار ته چمتو یو.