د پاکستان ولسمشر د نوي فوځ سرلښکر سمري لاسليک کړې، جنرال عاصم منير د پوځ نوې مشر وټاکل شو
باغی ټي وي رپورټ
ولسمشر عارف علوي د مهمو تقررونو په سمري لاسليکونه کړي دي چې له مخې يې جنرال عاصم منير د پوځ نوی مشر او جنرال ساحر شمشاد د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ مشر ټاکل شوی دی.
ياده دي وي چي د چيئرمېن جوائنټ چيفس آف سټاف کمېټۍ او آرمي چيف د تقررۍ سمري نن اولس مشر ته رسيدلې وه چې پکښې صدر عارف علوي لاهور کښې د پي ټي آئي چيرمين عمران خان سره وليدل او بيا اسلام آباد ته روان شو۔
ولسمشر عارف علوي د اساسي قانون د ۲۴۳مې مادې له مخې د وزیراعظم د مشورې منظوري ورکړه.
د صدر لخوا د سمري منظوري ورستو به وزيراعظم هاؤس د آرمي چيف او چيئرمېن جوائنټ چيفس د تقررۍ نوټيفيکيشن جاري کوي۔
سرچينې وائي چې دپوځ نوي مشر جنرال عاصم منير به نن وزيراعظم اؤ صدر سره ليدنه کوي.
د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد به د اولس مشر او وزيراعظم سره جلا جلا ملاقاتونه كوي۔