کابل ښار یو کس د لمانځه پر مهال د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي    

0
87

کابل ښار یو کس د لمانځه پر مهال د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي  

په دې وروستیو کې په کابل کې دا ډول پېښې زیاتې شوي دي. شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د کابل ښار په کارته نو سیمه کې د ابوبکر صادق پر جومات ناپېژاندو وسله والو برید وکړ، چې له امله یې مبلغ او یو لمونځ کوونکی ووژل شو.

(2022 / 11 / 23   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا. د حکومت امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې نامعلومو وسله والو د کابل ښار په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال د یوې کورنۍ پر غړو برید کړی، چې په پایله کې یې پنځه تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، دغه پېښه نن چهارشنبه د قوس په دویمه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د حضرت بلال په نوم په جومات کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې بريدګر د ټوپک په وسيله د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او يو بل يې ټپي کړى دى. ښاغلي ځدراڼ وويل، چې د لومړنيو څېړنو پر بنسټ دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې او د بريدګر د موندلو او نيولو لپاره د دوى د امنيتي ځواکونو هڅې دوام لري.

ځايي سرچينې وايي، دغه وسله وال بريد نن سهار د لمانځه پر مهال شوى دى. د دغو سرچینو په وینا، په دې برید کې درې عبادت کوونکي وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، بريدګر مخکې له مخکې خپل کور خالي کړى و او د بريد له سيمې تښتېدلى دى.

اړوند موضوعات:

خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کښې بیا ناامني زیاته شوې، ترهګریز بریدونه او هدفي وژنې هم زیاتې شوي دي

Leave a reply