پنډۍ او اسلام آباد کښې سي ټي ډي ترهګر نیولي دي

باغی ټي وي رپورټ
د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په راولپنډۍ او اسلام اباد کې د کارروايۍ په مهال د کالعدم تنظيم د مهم کمانډر په ګډون دوه ترهګر نيولي دي.
د سي ټي ډي وياند ترمخه پوليسو په راولپنډۍ او اسلام آباد کښې کاروائي کولو سره د کالعدم تنظيم مطلوب کمانډر خالد پشمول دوه ترهګر نيولي دي۔
د سي ټي ډي وياند ترمخه نيولي شوي ترهګر کمانډر خالد په جعلي نوم د پاکستان شناختي کارډ جوړ کړي وو، د ترهګر د قبضې نه په زياته اندازه بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي، دغه بارودي مواد په راولپنډۍ کښې په تخريبي فعاليتونو کښې کارول کيدل۔
د سي ټي ډي وياند له مخې خالد په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې نيول شوی و او د جلال اباد او پل چرخي په جيلونو کې بندي و، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته خالد د پل چرخي زندان ماتولو وروسته په ناقانونه توګه پاکستان ته وتښتېد او د محمد خالد په نوم کارت د خپل هویت پټولو لپاره جعلي پېژندپاڼه يې جوړه کړه.
د سي ټي ډي وياند وائي چې د پيښور اوسېدونکی فاروق ی هم د بارودي موادو سره نيولې دې۔
ترهگر فاروق د ترهگرۍ د منصوبه بندۍ سره راولپنډۍ اسلام اباد ته داخل شوى ؤ، د نيول شوو ترهګرو نه نورې پلټنې روانې دي






