وزیراعظم شهباز شریف او وزیردفاع خواجه آصف لیدنه کړې، په مهمو موضوعاتو ی ټینګار کړې

0
81

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د وزيراعظم شهباز شريف او د دفاع وزير خواجه آصف ترمينځه ليدنه کښې د پاکستان په فوځ کښې د دوه مهمو تقررو په اړه سلا مشورې شوې دي۔

دسرچينو ترمخه ددفاع وزير خواجه اصف وزيراعظم هاؤس کې دوزيراعظم شهباز شريف سره ليدنه کړې چې پکې دپوځ سرلښکر او جوائنټ چيفس دټاکلو لپاره ليږل شوي نومونه وڅيړل شول.
سرچينې وائي دوزيراعظم اؤ ددفاع وزير ترمينځ ليدنه کې ليفټننټ جنرال عاصم منير، ليفټننټ جنرال ساحر شمشاد مرزا، ليفټننټ جنرل اظهر عباس، ليفټننټ جنرل اظهر عباس په شمول د٦ سينئر ليفټننټ جنرالانو په نومونو خبرې اترې شوي دي. جنرال نعمان محمود، ليفټننټ جنرال فيض حميد او ليفټننټ جنرل محمد عامر نومونه شامل دي.

دسرچينو ترمخه تر دې مهاله په دې اړه کومه حتمي فيصله نۀ ده شوې خو نن به ټول صلاح مشوري بشپړيږي اؤ وزيراعظم به په دې لړ کې اتحاديان په اعتماد کې اخلي دکوم لپاره يې نن يوه غونډه رابللې ده.
دسرچينو ترمخه دوزيراعظم دمنظورۍ وروستو به دغه سمري اولس مشر ته ځي چې دصدر له منظورۍ وروستو به دغه سمري يو ځل بيا وزيراعظم هاوس ته رسيږي چرته چې ددوؤ مهمو تقررو نوټيفيکيشن جاري کيږي صادر به شي.
………………………………..

Leave a reply