خلیلزاد: ط.البان د تېرو څلوېښتو کلونو تېروتنې تکراروي   

0
166

خلیلزاد: ط.البان د تېرو څلوېښتو کلونو تېروتنې تکراروي 

ښاغلی خلیلزاد وايي، ط.البانو ته پکار ده چې د افغانستان تاریخ مطالعه کړي. هغه زیاتوي چې ط.البان د نجونو او ښځو د تعلیم په اړه خپل منځي اختلافات لري. زلمي خلیلزاد دا هم ویلي چې افغانستان د امریکا لپاره دومره مهم نه دی لکه څنګه چې د سپټمبر له یوولسمې وروسته په دغه هېواد کې امریکايي پوځیان وو.

(2022 / 11 / 23    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له TRT ترکي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې ط.البان جدي تېروتنې کوي او ځینې تېروتنې کوي چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې شوې دي.

ښاغلی خلیلزاد زیاتوي، چې د ط.البانو حکومت مشروعیت او صلاحیت نه لري او ط.البان باید د مشورې بهیر پیل کړي او پر یوه حل هوکړه وکړي.

دغه پخوانی امریکايي دیپلومات وايي چې ط.البان باید د لویې ټولنې نظریاتو ته درناوی وکړي او له تېروتنو ډډه وکړي.

نوموړی وايي، د دوحې د هوکړې له مخې باید افغان حکومت د بین الافغاني خبرو پر بنسټ رامنځته شوی وای او اوس باید ط.البان د یوه مشروع حکومت د جوړولو لپاره خبرې پیل کړي.

اړوند موضوعات:

خلیلزاد: امریکا باید با ا.ا درباره عملی شدن توافق دوحه مذاکرات از سر گیرند 

Leave a reply