د توشه خانه په قضیه کښې د عمران خان د نااهلۍ درخواست باندې عدالت فل بنچ جوړ کړې دې

0
179

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: توشه خانه کېس کې د عمران خان د نااهلۍ خلاف درخواست باندې فل بنچ جوړ شو.

جابر علي د لاهور هائي کورټ کښې د وکيل اظهر صديق په ذريعه درخواست جمع کړے وو چې پکښې د توشه خانې کيس کښې د عمران خان نااهله کولو د اليکشن کميشن فيصله چيلنج کړې وه۔
د لاهور هائي کورټ چيف جسټس په درخواست باندي دري کسيزه فل بنچ جوړ کړے دے چي پکښي جسټس عابد عزيز شيخ او جسټس ساجد محمود شامل دي او د بنچ مشري د لاهور هائي کورټ چيف جسټس جسټس عامر بهټي کوي۔

ياده دي وي چي اليکشن کميشن د توشه خانه کيس کښي د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان نااهله ګرځولي وو۔
د اليکشن کمېشن په پرېکړه کې ويل شوي چې د توشه خانې د تحفو تفصيلات د الېکشن کمېشن د اثاثو په اړوند د فارم بي سره برابر نه دي، څومره تحفې خرڅې شوې، چا ته، کله خرڅې شوې، د عمران خان لخوا ورکړل شوي تفصيلات د سټيټ بينک لخوا ورکړل شوي ريکارډ سره مطابقت نه لري،
عمران خان اعتراف وکړ چې تحفې یې خرڅې کړې، پیسې یې په نغدو پیسو اخیستې، چالان یې هم ورکړي چې پیسې یې بانک ته راغلې، خو کومې پیسې چې بانک ته راغلې د اصلي پیسو نیمایي څخه هم هم کمې دي.

Leave a reply