ثانيه نشتر وایی چې عمران خان ته په ټيلي تهون کښې اعلان شوي ۱۵ ملیارده روپۍ کښې يوازې ۴ ملیارده په لاس راغلي دي

0
84

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف سينيټر غړې ډاکټر ثانيه نشتر وايي، د تحريک انصاف چيئرمېن د سېلاب ځپلو لپاره په ټيلي فون کې د اعلان شوې ۱۵ اربه روپو څخه يوازې څلور اربه روپۍ ترلاسه کړي دي.

عمران خان د سېلاب ځپلو لپاره ټیلیفون وکړ چې پکې د پراخې مرستې اعلان وشو.
په دې اړه د پي ټي آئي غړې ثانيه نشتر بيان مخې ته راغلې دې چې پکښې هغې وئيلي چې عمران خان په مختلفو وختونو کښې ټيلي فونونه کړي دي۔

ثانيه نشتر وويل عمران خان سره د ١٥ اربه روپو وعده شوې وه خو يواځې ٤ اربه ٣٢ کروړه روپۍ ترلاسه شوې دي.
هغه وويل، چې د ټيلېفون له لارې د پاتې پيسو د نه راټولېدو بېلابېل لاملونه دي، چې لاملونه يې د نړيوالو راکړو ورکړو محدوديت، د کرېډېټ کارتونو نه ورکول شامل دي.
……………………………

Leave a reply