شهرزاد اکبر له توماس ویسټ سره لیدلي، د افغان ښځو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي

شهرزاد اکبر له توماس ویسټ سره لیدلي، د افغان ښځو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د بشري حقونو د کمیسیون له پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر سره د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د ط.البانو له خوا د ښځو او نجونو پر ظلمونو یې خبرې کړې دي. هغه په ټویټ کې لیکلي چې شهرزاد اکبر په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو څارنې او اسنادو ته دوام ورکوي.
(2022 / 11 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له شهرزاد اکبر سره د توماس ویسټ ملاقات؛ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د روان وضعت په اړه بحث ترسره شوی.
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د بشري حقونو د کمیسیون له پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر سره د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د ط.البانو له خوا د ښځو او نجونو پر ظلمونو یې خبرې کړې دي.
اړوند موضوعات:
ټام ویسټ په پاکستان کې د افغان کډوالو د انجونو له ښوونځیو لیدنه کړی.
هغه په ټویټ کې لیکلي چې شهرزاد اکبر په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو څارنې او اسنادو ته دوام ورکوي.






