ملا برادر د بانکي ستونزو پر حل ټینګار کړی دی   

0
78

د ملا برادر دفتر په یو لړ ټویټونو کې اعلان کړی چې ملا برادر نن پنجشنبه (۲۶ عقرب) په غونډه کې د دغې کمیټې له غړو وغوښتل چې د دغې ننګونې د حل په اړه خپل نظریات له ده سره شریک کړي.

ملا برادر دغه راز د خصوصي بانکونو له ونډه لرونکو چې په بهر کې دي، وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي. په افغانستان کې له نویو پرمختګونو وروسته؛ بانکي ستونزې او د پانګوالو تګ د افغانستان اقتصاد ته جدي زیان اړولی دی.

(2022 / 11 / 17   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سرپرست حکومت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د مرکزي بانک د مالي ثبات د کمیټې په شپږمه غونډه کې په هېواد کې د بانکي ستونزو پر حل ټینګار وکړ.

د ملا برادر دفتر په یو لړ ټویټونو کې اعلان کړی چې ملا برادر نن پنجشنبه (۲۶ عقرب) په غونډه کې د دغې کمیټې له غړو وغوښتل چې د دغې ننګونې د حل په اړه خپل نظریات له ده سره شریک کړي.

اړوند موضوعات:

اسلامي امارت د بانکي محدودیتونو سربیره د ګڼو لویو پروژو د چارو د پیلیدو هوډ لري.

Leave a reply