ایران: د شاه چراغ پر زیارت د تروریستي برید همغږي کوونکی افغان دی

0
48

ایران: د شاه چراغ پر زیارت د تروریستي برید همغږي کوونکی افغان دی

د شاه چراغ په زیارت باندې برید د روان هجري قمري کال د سنبلې په څلورمه نېټه ترسره شو چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه دیارلس تنه ووژل شول او تر شلو زیات ژوبل شول.

 

(2022 / 11 / 7    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ایران د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزارت د دغه هیواد په شیراز ولایت کښې د شاهچراغ په زیارت کښې د ترهګرې حملې په ارتباط د ۲۶ تنو د نیولو خبر ورکړ.

ایراني رسنیو نن دوشنبه د عقرب په ۱۶مه، د دغه هېواد د استخباراتو د وزارت له خوا د خپرې شوې اعلامیې په حواله خبر ورکړی، چې په بندیانو کې د “محمد رمیز رشیدي” په نوم یو کس هم شامل دی، چې د “ابو بصیر” په نوم یو افغان تبعه دی.

او په زیارت باندې د برید د همغږي کولو مسولیت په غاړه لري.

آزاد فارس خبری آژانس راپورورکړی دی چې د ایران د حکومت په بیان کې «سبهان کامرونی» عرف «ابو عایشه» د یوه بریدګر او تاجک تبعه په توګه معرفی شوی دی.

د ایران د استخباراتو د وزارت د خبرپاڼې له مخې په نیول شویو کسانو کې د افغانستان، تاجکستان او اذربایجان اتباع هم شامل دي.

د شاه چراغ په زیارت باندې برید د روان هجري قمري کال د سنبلې په څلورمه نېټه ترسره شو چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه دیارلس تنه ووژل شول او تر شلو زیات ژوبل شول.

اړوند موضوعات:

ایران کې پر یوۀ زیارت برید کې ۱۵ کسه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي 

ایران چې شاوخوا دوه میاشتې کیږي د هیواد په کچه د علي پور د خلکو د اعتراضونو له امله د دغه هیواد حکومت کړکیچن شوی دی خو خلکو د دغه هیواد د چارواکو څرګندونې نه دی منلی او په شاه چراغ حمله د دغه هیواد د اسلامی رژیم د چارواکو کار ګڼی.

Leave a reply