اسلامي امارت: اقلیمي تغیراتو یوازې سږ کال افغانستان ته دوه میلیارده ډالره زیان اړولی.
اسلامي امارت: اقلیمي تغیراتو یوازې سږ کال افغانستان ته دوه میلیارده ډالره زیان اړولی.
7 نومبر 2022
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اقلیمي بدلون په اړه د مصر حرم الشیخ کې جوړیونکې غونډې په اړه یوه تازه اعلامیه نشر کړی او دا یې غوره اقدام بللی.
اعلامیه کې راغلي د افغانستان اسلامي امارت د مصر په شرم الشيخ ښار کې د اقليمي بدلون د ۲۷مې سرمشريزې دايرېدل نړۍ ته د ور پېښو اقليمي ننګونو له پاره د حل لارو را اېستلو پر لور لومړنی ګام بولي او باور لري چې ګډې ننګونې له تفاهم او ګډ کار پرته نه شي هوارېدی.
لکه څرنګه چې د اقليمي بدلون اغېزې سياسي سرحدونه نه پېژني، حل لارې يې هم بايد له سياسي ملحوظاتو مستقلې وي او د افغانستان په څېر هغه هيوادونه له پامه و نه غورځول شي چې د اقليم په بدلون کې يې هېڅ منفي ونډه نه ده لرلې، مګر له ناوړو اغېزو سره يې لاس او ګرېوان دي.
يوازې سږ کال افغانستان ته د اقليمي بدلون د منفي اغيزو له کبله له دوه ميليارده ډالرو زيات زيان اوښتی.
اړوند موضوعات
د دغه زيان جبيره، د نورو احتمالي زيانونو کمول او له ګواښ سره مخ ټولنو مقاومت لوړول په هيواد کې د اقتصادي ثبات تر راتګ پورې د نړيوالې ټولنې داسې پرمختيايي مرستې ته اړتيا لري چې زمونږ د ملي لومړيتوبونو په رڼا کې تر سره شي.