ایران کې پر یوۀ زیارت برید کې ۱۵ کسه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي 

0
174

ایران کې پر یوۀ زیارت برید کې ۱۵ کسه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي 

تر دې وړاندې په ۱۳۷۳ کال کې هم په مشهد کې د شیعه ګانو د اتم امام په زیارت کې چاودنه شوې وه چې تهران یو ترهګریز برید بللی و او د خلق مجاهدینو سازمان یې پړه بللې وه.

خوکلونه وروسته یو شمېر دولتي چارواکو دا د اطلاعاتو د وزارت د هغه مهال د مرستیال وزیر سعید امامي په لارښوونه د اطلاعاتو وزارت د یوې امنیتي پروژې په توګه معرفي کړه.

(2022 / 10/ 27    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د فارس ولایت په شیراز ښار کې په یوه وسله وال برید کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دې پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.

د فارس د والي مرستیال اسماعیل محبي د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې د «شاهچراغ زیارت» په سیمه کې «تروریستي حمله» وشوه.

ایرنا خبری اژانس د عینی شاهدانو له قوله لیکلی دی چې «ترهګر» په یوه پیوژوټ موټر کښې د شاه چراغ زیارت ته ورغلل او د نهمې کوڅې له دروازې څخه زیارت ته ننوتل او په هماغه ځای کښې د خدام او زیارت کونکو د ننوتلو لاره یې بنده کړه.

له برید څو ساعته وروسته، د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خپله ټګرام پاڼه کې لیکلي چې د دې ډلې یوه وسله وال د ایران په شیراز ښار کې پر زیارت کوونکو ډزې کړي او “لږترلږه ۴۰ شیعه ګان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.”

Leave a reply