ا.ا. د کابل د غرب له اوسېدونکو غوښتي چې خپلو کورونو سره امنیتي کمرې نصب کړي
ا.ا. د کابل د غرب له اوسېدونکو غوښتي چې خپلو کورونو سره امنیتي کمرې نصب کړي
د ا.ا. د واکمنۍ نه وروسته په دې سیمه کې څو ځله ځانمرګي بریدونه شوي، چې په وروستۍ پېښه کې د کاج ښوونځي پر زده کوونکو برید ؤ چې په کورني او نړۍواله کچه وغندل شو.
(2022 / 10 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا. د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي سیمې له اوسېدونکو غوښتي چې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره په خپلو کورونو کې امنیتي کمرې نصب کړي.
د دشت برچي سیمې اوسېدونکي وايي چې د کورنیو چارو وزارت چارواکو د دوه پوړیزو او څو پوړیزو کورونو له خاوندانو غوښتي چې د امنیتي پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره له امنیتي کمرو څخه کار واخلي.
په همدې حال کې د دې سيمې اوسېدونکي د امنيتي کمرو په پېرلو کې د خپل ناغېړۍ خبره کوي او وايي چې د برېښنا د نشتوالي له امله به دا ډول پرېکړه ګټوره نه وي.
د ا.ا. د کورنیو چارو وزارت چارواکو هم ویلي، چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې زیانمنې سیمې د امنیتي کمرو په سیستم سره څاري.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال د برېښنا د نشتوالي د ستونزې په ځواب کې زیاته کړه چې د برېښنا د نشتوالي په صورت کې باید له سولر سیسټم څخه کار واخلي. د کابل لوېدیځ یوه له ناامنه امنیتي سیمو څخه ده، چې له څو کلونو راهیسې د دې سیمې اوسېدونکي د ماین چاودنو ښکار کېږي.
اړوند موضوعات:
کورنیو چارو وزارت وايي چې امریکايي کمرې مو بېرته فعالې کړي
د ا.ا. د واکمنۍ نه وروسته په دې سیمه کې څو ځله ځانمرګي بریدونه شوي، چې په وروستۍ پېښه کې د کاج ښوونځي پر زده کوونکو برید ؤ چې په کورني او نړۍواله کچه وغندل شو.