سرپل کې د ځمکې پر سر شخړې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوولې ده

0
109

سرپل کې د ځمکې پر سر شخړې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوولې ده

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ښاغلي مکلف په وینا، د “الغان ازبکیه” په کلي کې یو کس چې په دولتي ځمکه یې د کور جوړولو پلان درلود، د نورو کلیوالو له خوا منع شو او ډزې یې پیل کړې. د ا.ا. د والي وياند د دغې نښتې د تاييدولو په ترڅ کې وويل چې قاتل نيول شوى او تر پوښتنو لاندې دى.

 

(2022 / 10 / 30    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سرپل ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د د دوو کورنیو ترمنځ د جګړې له امله د پنځو تنو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

په سرپل کې د امنیې قومندانۍ ویلي چې دا نښته د شنبې په ورځ د عقرب په ۷ مه د دې ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې شوې ده.

د دې قوماندانۍ ویاند محمد ابراهیم مخلص وايي، د دې نښتې په پایله کې پنځه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ښاغلي مکلف په وینا، د “الغان ازبکیه” په کلي کې یو کس چې په دولتي ځمکه یې د کور جوړولو پلان درلود، د نورو کلیوالو له خوا منع شو او ډزې یې پیل کړې.

اړوند موضوعات:

کندهار ولایت کې د غلو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته کې ۳ کسه ټپیان شوي 

 

د ا.ا. د والي وياند د دغې نښتې د تاييدولو په ترڅ کې وويل چې قاتل نيول شوى او تر پوښتنو لاندې دى.

Leave a reply