د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې تر ۵۰۰۰ ډېر کسان اروپا ته د تللو په لاره کې مړه شوي دي

0
88

د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې تر ۵۰۰۰ ډېر کسان اروپا ته د تللو په لاره کې مړه شوي دي

دا احصایه د 2020 او 2019 په پرتله د 2021 له پیل څخه دوه چنده زیاتوالی ښیي، د سازمان د راپور پراساس نړیوال مهاجرت په 2019 او 2020 دواړو کې شاوخوا 2,262 مړینې او د مهاجرینو ډوبیدل ثبت کړي دي.

د يادونې وړ ده چې اروپا ته د تللو په لاره کې تر ټولو زيات تلفات سوريايي مهاجرو ته اوښتي دي. له هغې وروسته، مراکش او الجزایري کډوال په راتلونکو کتارونو کې تللي دي.

 

(2022 / 10 / 26   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د مهاجرت نړیوال سازمان راپور ورکړی چې د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر تر پایه اروپا ته د مهاجرت په لاره کې له ۵۰۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي دي او له ۲۰۱۴ کال راهیسې په دغه لاره د مړو شمیر له ۲۹۰۰۰ څخه ډیر شوی دی.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) راپور چې د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۵) خپور شو، ښيي چې د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر تر پایه اروپا ته د تللو پر مهال لږ تر لږه ۵۶۸۴ کسان مړه شوي دي.

اروپا ته د مهاجرت په لاره کې د مړو شویو کسانو له ډلې څخه ۲۵۲ تنه د اروپا د چارواکو له خوا د اخراج او یا په زوره د بیرته استولو له امله مړه شوي دي.

همدارنګه د مهاجرت د نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر تر پایه، لږ تر لږه ۲۸۳۶ مهاجر د مدیترانې په مرکزي لار کې ورک شوي یا مړه شوي دي.

دا احصایه د 2020 او 2019 په پرتله د 2021 له پیل څخه دوه چنده زیاتوالی ښیي، د سازمان د راپور پراساس نړیوال مهاجرت په 2019 او 2020 دواړو کې شاوخوا 2,262 مړینې او د مهاجرینو ډوبیدل ثبت کړي دي.

اړوند موضوعات:

د لیبیا په سواحلو کې ۱۶۰ کسه کډوال ډوب شوي دي

د يادونې وړ ده چې اروپا ته د تللو په لاره کې تر ټولو زيات تلفات سوريايي مهاجرو ته اوښتي دي. له هغې وروسته، مراکش او الجزایري کډوال په راتلونکو کتارونو کې تللي دي.

TagsEUIOM

Leave a reply