د لیبیا په سواحلو کې ۱۶۰ کسه کډوال ډوب شوي دي

له ۲۰۱۱ کال را وروسته چې په لیبیا کې جګړې پيل شوې دي، تر دې دمه له دغه هېواد زرګونه کسان اروپايي هېوادونو ته له قاچاقي لارو د تګ هڅه کوي، چې وخت ناوخت له ورته پېښو سره مخ کېږي او دې مسئلې بشري ناورین رامنځ ته کړی دی.
(2021 / 12 / 22 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کډوالۍ د نړیوالې ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د روان کال له پیله تر دې دمه په دغه سواحلو کې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان چې له وړو کېښتیو په استفادې یې سفر کاوه په اوبو کې ډوب شوي دي.
سرچینه دغه راز وایي چې یوازې د ډسمبر له ۱۲مې تر ۱۸ مې په دې سیمه کې شاوخوا ۵۰۰ کسان ډوب شوي دي.