کراچۍ کلفټن کښې په ماشومه ډله ایز جنسي تیرې، ددې پیښې په اړه نور تفصیلات مخې ته راغلي دي

باغی ټي وي رپورټ
کلفټن کښې د سیلاب ځپلې ماشومې سره د اجتماعي ریپ کیس نور تفصیلات مخې ته راغلي دي.
د پولیس وینا ده چی ملزم غلام رسول او خالد یو بل سره اوسیږی، د پیښی په ورځ ملزم غلام رسول په نیلم کالونئ کښي د حجامو په دوکان کښي وو چی د هغه ملګری خالد ملزم ته فون کړے وو او هغه ته ئي فون کړے وو چی په 4 بلاک کښي راغلی وو. .
د پوليس چارواکو وينا ده چې دواړو ملزمانو نجلۍ ته راشن ورکړو او په ګاډي کښې يې کښېنستو، ملزمانو دوه سيندونو ته نزدې په ګاډي کښې په نجلۍ جنسي تيری وکړو او د پيښې نه پس ملزمان د نجلۍ نه په تېښته شول۔
دپوليسو وينا ده چې ملزم خالد په ډيفنس کې دپيښې په بنګلې کې ډرائيور دى اؤ دپيښې وروستو ملزم خالد دکراچۍ څخه تندلارو ته تښتيدلى اؤ دنيولو وروستو يې کراچۍ ته منتقل کړى دى.
پوليس وائي چې د ملزم غلام رسول نمونې ميډيکل ټیسټونو لپاره ليږلې شوي دي ولې د ملزم خالد طبي نمونې به کراچۍ ته رسيدو سره اخستلې شي۔
ايډيشنل آئي جي کراچۍ جاويد عالم اودهو هم د ملزم د نيولو پخلی کړی او وئيلي دي چي د ملزم نه ګاډي هم برآمد شوي دي۔
دا خبره د یادونې ده چې په ۲۴م اکتوبر په کلفټن کې پر یوې سېلاب ځپلې نجلۍ ډله ییز جنسي تېری شوې وو .
دسرچينو له مخې په دغه ماشومه دوه ورځې وړاندې دکلفټن په څلورم بلاک کې جنسي تيرى شوى وو چې وروستو دغه ماشومه روغتون ته ليږدول شوې وه چرته چې تر درملنې لاندې وه.
د پوليسو سرجن پر نجلۍ ډله ييز جنسي تېرى تاييد کړ او ويې ويل، چې د نجلۍ بشپړ طبي معاينه شوې، عمر يې له ٨ تر نهو کلونو دي، طبي معايناتو پر نجلۍ د ډله ييز جنسي تېري پخلى کړى دى.
د پولیسو د سرجن په وینا، دا نجلۍ په کراچۍ کې د سیلاب ځپلو په یوه کمپ کې اوسېده.






