د خبریال ارشد شریف د وژنې پلټنو لپاره به د پلټنو کمیټۍ غړي د کینیا دوره وکړي

0
67

باغی ټي وي رپورټ
د کورنیو چارو وزارت د لوړ پوړي خبریال ارشد شریف د وژنې د څېړلو لپاره جوړ شوی پلاوی له سره جوړ کړ.

داخله وزارت د تحقيقاتي کميټۍ د بيا جوړولو نوټيفيکيشن هم جاري کړے دے د کومي له مخې چې په دوه کسيزه کميټي کښې د وفاقي تحقيقاتي ادارې (ايف آئي اے) ډائريکټر اطهر وحيد او د انټيلي جنس بيورو ډپټي ډائريکټر عمر شاهد حامد شامل دي۔
د نوټيفيکيشن له مخې د پلټنو ټيم به سمدستي د کينيا دوره کوي۔

د ارشد شریف د وژنې د پلټنو لپاره تېره ورځ جوړه شوې کمېټۍ کې د آی ایس آی کرنل سعد احمد په ګډون درې غړي شامل وو.
دا خبره باید یاده شي چې پرون د پاک فوځ له لوري حکومت ته لیک استول شوې وو چې د ارشد شریف د وژنې لپاره دې د پلټنو چارې پیل شي او د هغه خلکو په ضد دې هم کاروایی وشی چې وایی چې د ارشد شریف په وژنه کښې ددې هیواد ادارې برخه لري. وزیراعظم شهباز شریف هم لارښوونه کړې وه چې د وژنې پلټنو لپاره دې کمیټې جوړه شي چې د ارشد شریف وژنې پلټنې دې وشي.
………………………

Leave a reply