د پاکستان ټاکنو کمیشن وایی چې د لسم نومبر نه پس به د عمران خان، اسد عمر او فواد چوهدري په ضد به د چارج شيټ نه علاوه بله چاره نه وي
باغی ټي وي رپورټ
الېکشن کمېشن وايي د لسم نومبر نه وروستو د عمران خان، اسد عمر او فواد چوهدري خلاف د توهين عدالت مقدمې کې د چارج شيټ نه پرته بله چاره نشته.
د غړي نثار دراني په مشرۍ څلور کسيزه بنچ د عمران خان، اسد عمر او فواد چوهدري په ضد د الېکشن کمېشن د توهين مقدمې اورېدنه وکړه، د پاکستان تحريک انصاف په طرفدار انور منصور عدالت ته حاضر شو.
نور منصور وويل دا نوټس د اليکشن کميشن د سيکرټري لخوا جاري شوي نه د اليکشن کميشن لخوا، تر څو چې دا مسله نه وي حل شوې دا شوکاز نوټس غيرقانوني دی او د شوکاز نوټس ډي جي لا هم لاسليک کړی دی.
دتحريک انصاف وکيل زياته کړه چې په 31م اکتوبر هاائي کورټ کې اوريدنه ده چې وروستو دې يوه نيټه ټاکلې شي، په دې اړه دالیکشن کميشن غړي وويل چې اليکشن کميشن نوټس جاري کړى خو سيکرټري يې نۀ دى کړى. خبرتیا ورکړل شوې، یوازې راپور شوی.
د تحريک انصاف وکيل زياته کړه چې زمونږ هائي کورټ کښې د اکتوبر په 31مه نيټه اوريدنه ده چې د هغې نه پس دې يوه نيټه ټاکلې شي، په دې اړه د اليکشن کميشن غړي اوويل چې اليکشن کميشن نوټس جاري کړے دے، سيکرټري نوټس نه دے ورکړے، هغوي صرف خبر ورکړے دے.
په دې اړه د اليکشن کمېشن غړي وویل چې د لسم نومبر نه وروسته به مونږ ته د چارج فریم تیارولو پرته بله کومه چاروه نه وی.
……………………..