پاسوال مولوی عبدالکریم حسیب، د پاسپورټ د عمومي ریاست د نوي رئیس په توګه معرفي شو.

0
126

پاسوال مولوی عبدالکریم حسیب، د پاسپورټ د عمومي ریاست د نوي رئیس په توګه معرفي شو.

16 اکتوبر 2022

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست په یوه تازه نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست لپاره پاسوال مولوی عبدالکریم حسیب، د کورنیو چارو ورازت د حکم پر بنسټ رسماً د پاسپورټ ریاست د نوي رییس په توګه معرفي شو.

په هغه غونډه، کې چې د ښاغلي حسیب د پېژندنې په موخه د پاسپورټ په ریاست کې جوړه شوې وه، په کې د کورنیو چارو وزارت یو شمېر رییسانو، د پاسپورټ ریاست مرستیالانو او کارکوونکو شتون درلود.

په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د اداري معینیت رئیس دفتر د پاسوال مولوی عبدالحکیم حمدي له کړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه.

 

د پاسپورټ پخواني رییس وویل «ټول د پاسپورټ ریاست کارکوونکي د کار کولو ښې وړتیاوې او په یاده برخه کې خورا ښې تجربې لري چې تل به د پخوا په څېر ژمن او همکار وي.»‏ حمدي همداراز وویل: «ښاغلی حسیب ته ښه راغلاست وایم، او له تاسو غواړم چې له نوی رئیس سره همکاري وکړئ او لا ښه خدمتونه وکړئ.

په ورته وخت کې د پاسپورټ نوي رییس پاسوال مولوی عبدالکریم حسیب وویل: «د ولسونو لپاره به لا ډېر خدمتونه کوو، په چارو کې به حوصله او رښتین والي ته ژمن پاتې کیږو او د فساد سره به په کلکه مبارزه کوو»دغه راز نموړي پر کار کوونکو غږ وکړ چې خپل مسلک ته وفادار او اخلاصمند اوسئ تر څو خپلو هېوادوالو ته ښه خدمتونه وړاندې کړو.

اړوند موضوعات

د پاسپورټ عمومي ریاست د تخنیکي ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه

 

په ورستیو کې د پاسپورټ ریاست مرستیالانو او کارکوونکو ښاغلي پاسوال مولوی عبدالحکیم حمدي ته د ښو کړنو په پار ستاینلیک ورکړ.

په

Leave a reply