د پاسپورټ عمومي ریاست د تخنیکي ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه.

د پاسپورټ عمومي ریاست د تخنیکي ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه.
8 اکتوبر 2022
د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست کې نن ورځ د تخنیکي ستونزو د حل او هیودوالو ته د لا ښه خدمت د وړاندې کولو په پار غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د پاسپورټ رئیس مولوی عبدالحکیم حمدي، مرستیالانو او د بېلابېلو امریتونو د امرینو ګډون کړی وو، یاده ناسته کې د پاسپورټ ریاست د بېلابېلو برخو په شته ستونزو خبرې او د هغوی د اکمال، تجهیز او نوي کېدو په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو او اړوند امریتونو او تخنیکي ټیمونو ته دنده وسپارل شوې تر څو په یاده برخه کې هر اړخیز کار وکړي.
د غه راز هېوادوالو ته د لاښه او معیاري خدمتونو په برخه کې د اړوند امریتونو طرحې او نظریات هم واورېدل شول.
اړوند موضوعات
د پاسپورټ ریاست وایي: کابل کې یې د یو څه وخت لپاره د پاسپورټ د ویش لړۍ درولې.
یاده دې وي چې د پاسپورټ ریاست د تلې میاشتې په ۱۶مه نېټه خپل د ویش راون بهیر تر څه مودې پورې وځنډوه تر څو د ویش په راون بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړي.






