د لوړو زده کړو وزیر د لغمان ولایت له پوهنتون لیدنه ترسره او د شپې پوهنځی یې ورته منظور کړ.

0
101

د لوړو زده کړو وزیر د لغمان ولایت له پوهنتون لیدنه ترسره او د شپې پوهنځی یې ورته منظور کړ.

16 اکتوبر 2022

د لوړو زده کړو وزارت په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد وزارت وزیر عبدالباقي حقاني نن ورځ لغمان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له پوهنتونه یې لیدنه ترسره کړه.

نوموړي پوهنتون کې د خپلې وینا پر مهال وویل: چې د هیواد تحصیلي بنسټونه به په نړېوال معیار برابرېږي، خو په دې برخه کې د نظام ملاتړ، د استادانو هڅې او د زده کړیالانو بې حده کوښښونه کولای شي چې موږ له دې وضعیت څخه راوباسي.

 

د لوړو زده کړو وزیر د خپل سفر په ترڅ کې د لغمان ولسونو په غوښتنه لغمان پوهنتون ته د شپې پوهنځی منظور کړ.

 

د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني لغمان ته په سفر کې د دغه ولایت د ولسونو په غوښتنه د شپې پوهنځی چې د پښتو، انګلیسي، فزیک او بیولوژي څانګې به په کې موجودې وي، منظور کړ.

Leave a reply