حامد کرزي او د جاپان سفیر د نجونو د ښوونځیو پر ژر پرانیستلو ټینګار وکړ  

0
176

ښاغلي کرزي لیکلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو، د هېواد پر اقتصادي وضعیت او د نجونو د زده کړو په اړه بحث او خبرې وشوې او د نجونو د ښوونځیو پر ژر پرانېستلو ټینګار وشو.

په دې کتنه کې پخواني ولسمشر په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي خبرې اترې اړینې وبللې او ژر تر ژره یې پر پیلېدو ټینګار وکړ.

(2022 / 10 / 7    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل فیسبوک کې په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره د لیدنې خبر ورکړی.

دغه لیدنه تېره ورځ ترسره شوې ده.

ښاغلي کرزي لیکلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو، د هېواد پر اقتصادي وضعیت او د نجونو د زده کړو په اړه بحث او خبرې وشوې او د نجونو د ښوونځیو پر ژر پرانېستلو ټینګار وشو.

اړوند موضوعات:

د ملګري ملتونو څخه په ا.ا. افغانستان د نجونو ښوونځي د پرانستلو لپاره زور، ا.ا نوې د پوهنې وزیر ټاکلې دې

Leave a reply