د ا.ا. استخباراتو ویلي چې دوه تنه یې د انسان تښتوونکو لۀ منګولو ژغورلي دي
د ا.ا. استخباراتو ویلي چې دوه تنه یې د انسان تښتوونکو لۀ منګولو ژغورلي دي
د ملي امنیت عمومي ریاست تېره ورځ په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې د هېواد دوه تنه اتباع چې څه موده وړاندې تښتول شوي وو، د دغه ریاست د ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې راخوشې شوي دي. دغه رياست وايي چې په دې عملياتو کې دوه تنه انسان تښتوونکي هم وژل شوي دي. د ملي امنیت ریاست د دې عملیاتو د وخت او ځای په اړه څه نه دي ویلي.
(2022 / 10 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کشفي او استخباراتي ځواکونو دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي.
د ملي امنیت عمومي ریاست تېره ورځ په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې د هېواد دوه تنه اتباع چې څه موده وړاندې تښتول شوي وو، د دغه ریاست د ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې راخوشې شوي دي. دغه رياست وايي چې په دې عملياتو کې دوه تنه انسان تښتوونکي هم وژل شوي دي. د ملي امنیت ریاست د دې عملیاتو د وخت او ځای په اړه څه نه دي ویلي.
د ملي امنیت ریاست دغه خبر داسې محال ورکوي چې پدې وروستیو کې یو ځل بیا انسان تښتوونکې ډلې ډېرې شوې او پۀ بېلابېلو ولایتونو کې د انسان تښتونې خبرونه ورکول کېږي.
اړوند موضوعات:
د هرات د صرافانو د اتحادیې د رئیس زوی د انسان تښتوونکو لۀ لوري تښتول شودی دی
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو لۀ لوري د هرات د صرافانو د اتحادیې د رئیس زوی د ښار لۀ منځ څخه تښول شوی چې تر اوسه یې درک ندی معلوم شوی.