د پاکستان اولس مشر نن د پارلیمان ګډه غونډه رابللې ده

0
50

باغی ټي وي رپورټ
د مملکت صدر ډاکټر عارف علوي نن مازدیګر پنځه بجې د پارلېمان ګډه غونډه رابللې ده، اولس مشر به ګډې غونډې ته وینا کوي.

د اساسي قانون په ٥٦مه (٣) ماده کې راغلي چې د ملي شورا هره نوې ټاکل شوې غونډه د ولسمشر په وينا پيلېږي او بيا هر پارلماني کال هم د ولسي جرګې ګډې غونډې ته د ولسمشر له خوا په وینا پيلېږي.
د اولس مشر عارف علوي د شپږم اکتوبر په ماښام پارليمنټ ته خطاب به ځکه مهم وي چې د هغه ګوند په اقتدار کښې نه دی او په خپله وينا کښې به هغه د عمران خان د حکومت او د مخالفو سياسي ګوندونو په شمول د موجوده ائتلافي حکومت د کارکردګۍ جائزه واخلي.

ټاکل شوې وه چې ولسمشر دغه لازمي وینا د اګست په ۱۴مه وکړي، خو د سرچینو په وینا، د مخالفو سیاسي ګوندونو د ایتلافي حکومت د اندېښنو له امله دا ممکنه نه وه او د څو تاریخونو له ورکولو وروسته وځنډول شوه.
سرچينې وائي چې دصدراعظم سره دوزيراعظم شهباز شريف تر ليدنې اؤ دسپيکر په دفتر کې دائتلافي گوندونو پشمول ټولو اسټک هولډرانو سره تر اوږدو مشورو وروستو دپارلمان ګډې غونډې ته دصدر د وينا په اړه ټولو چارو باندې راضي شوي دي.

د حکومتي سرچينو په وينا، که ولسمشر هم پر اوسني حکومت نيوکې وکړي، په دې موده کې به شور نه وي، ځواب به يې وروسته د ولسمشر پر وينا د بحث پر مهال ورکړل شي.

نور خبرونه

عمران خان اویا ۷۰ کلن شو، نن ی د زیږون ورځ ده، د زیږون ورځې کیک ی هم په خپله پرې کړو

د روسیه اولس مشر هغه پریکړه لاسلیک کړه چې له مخې به ی د اوکراین ۱۵ سلنه زیات برخه په روس کښې ګډه شي

صادق خان ویلي: د افغان دولتي پوهنتونونو د ظرفیت لوړولو لپاره د دوی ۳۰۰ استادان روزو.

متحده عرب اماراتو د ویزې جاري کولو نوې پلان اعلان کړې دې

اسلام آباد کښې وژل شوې د ساره انعام رور فرخ انعام غوښتنه کړې چې قاتل شاهنواز ته دې سخته سزا ورکړل شي

د افغانستان په پایه تخت کابل کښې چاودنه شوې ده

شیخ رشید د داخله وزیر ته خبردارۍ ورکړې دې چي خپل حد کښې دې وسي او تر ۱۵ نومبر پورې به ی سیاست پای ته ورسیږي

د پي ټي آیی غړيو د استعفی ګانو د منلو په اړه د اسلام آباد هایی کورټ دروازه ټکولې ده

د پاکستان فوځ سیاست څخه خپل ځان لرې کړې دې: د پاکستان فوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه

عمران خان د اوږد مارچ لپاره د پلان جوړولو په اړه لاهور ته سفر کړې دې

د پاکستان اولس مشر د ۵ پینځو هغه مجرمانو د رحم اپیلونه رد کړي دي چې د مرګ سزا ورکړل شوې ده

عمران خان د حکومت په ضد د تحریک چلولو لپاره د پاکستان تحریک انصاف ځیبر پښتونخوا مشرانو څخه سوګند اخستې دې

اروپایی ټولنې د پاکستان سیلاب ځپلو سره ۶ ملیادره او ۷۰ کروړه روپۍ مرستې اعلان کړې دې

Leave a reply