صادق خان ویلي: د افغان دولتي پوهنتونونو د ظرفیت لوړولو لپاره د دوی ۳۰۰ استادان روزو.
5 اکتوبر 2022
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانگړي استازي صادق خان ویلي چې د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسیون به د افغانستان د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ۳۰۰ استادان د ځانګړي پروګرام په ترڅ کې وروزي.
د نوموړي په وینا د پاکستان حکومت په دې اړه خپل وړاندیز د افغانستان د لوړو زده کړو ورارت ته سپارلی دی او تر اوسه د افغان دولت له لورې کوم مثبت او منفي ځواب نه دی راغلی.
نوموړي نن پخپله ټویټر پاڼه لیکلي: د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسیون به د افغانستان د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د 300 غړو ته د روزنې لپاره ځانګړي پروګرامونه وړاندې کړي. په دې اړه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت (MOHE) ته وړاندیز شوی دی.
د بورسونو لپاره نومونه به د افغان MOHE لخوا وړاندې شي چې د 30 پوهنځیو غړو د لومړۍ ډلې روزنه به په NUST اسلام آباد کې ترتیب شي.
اړوند موضوعات
د افغان محصلینو لپاره د علامع اقبال سکالرشیپونه به ژر پیل شي
نوموړي زیاته کړی چې د دې پروګرام موخه د افغان اکاډمیو د ظرفیت لوړول دي.