عدالت د ساره په قتل کښې تور شاهنواز د موبایل واپس کولو غوښتنلیک رد کړې دې

0
110

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد ځايي عدالت د سينئر خبريال اياز امير زوي شاهنواز د خپلې مېرمنې د وژلو په مقدمه کې په څلور ورځني جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارلی، عدالت د اياز امير د موبائيل فون واپس کولو غوښتنه هم رد کړې ده.

د اسلام اباد په ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ کې د ساره انعام قتل کېس اورېدنه وشوه، مرکزي ملزم شاهنواز امیر د سول جج عامر عزير عدالت ته وړاندې شو، عدالت د شاهنواز امیر د نورو څلورو ورځو جسماني ريمانډ منظور کړ.
وکیل ایاز امیر غوښتنه وکړه چې ایاز امیر ته دې موبائیل فون تحویل کړی شي، قاضي وویل که اعتراض نه وي نو د ایاز امیر موبائیل دې بیرته ورکړل شي.

د ایاز امیر وکیل وویل د ایاز امیر د موبائیل فون د تحقیقاتو سره هیڅ تعلق نشته، په دې اړه هغه ته وویل شول چې د واټس اپ ډیټا شته، ددې باید فرانزک ترسره شي، د فارنزک لپاره لیږل شوی دی، ایاز امیر پخپله ویلي وو چې په موبائیل کښې یو انځور شته دې.
بل لوري ته دمرکزي ملزم شاهنواز عامر لخوا کوم وکيل حاضر نۀ شو،تفتيشي افسر عدالت ته وويل چې دبنک اکاونټ تفصيلات اخستل پکار دي، تورن په بیلا بیلو وختونو کښې پیسې راغوښتنې وې.

عدالت ایاز امیر ته د موبائیل فون واپس کولو درخواست رد کولو سره د مرکزی ملزم نور څلور ورځی جسماني ریمانډ منظور کړ او لارښوونه ئي وکړه چی موبائل فون چی فرانزک لپاره استولی شوی دی د تفتیش مکملیدو نه پس واپس به ورکړے شی.
نور خبرونه

د آیاز امیر د انږور قتل، د اسلام آباد پولیسو آیاز امیر هم نیولې دې

پخوانۍ دو میرمنو هم شاهنواز په کور کښې د جنجالونو او جګړو کولو له وجهې پریښودې وو، آیاز امیر ځوی شاهنواز په اړه نور معلومات مخې ته راغلي دي

خبریال آیاز امیر خپله مقدمه او مبارزه په خپله کولو اعلان کړې دې

د خبریال آیاز امیر د انږور ساره قتل، د خبریال آیاز امیر او د زوی شاهنواز د کور څخه غیرقانوني کلاشنکوف برامد شوې دې


…………………..

Leave a reply