افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال افغانستان سره د امریکا د تازه بشري مرستو هرکلی کړی.

0
166

 افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال افغانستان سره د امریکا د تازه بشري مرستو هرکلی کړی.

25 سپتمبر 2022

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما مرستیال افغانستان سره د امریکا د تازه بشري مرستې هرکلی وکړ.

 

رامز الاکبروف پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګه او اوچا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سخاوتمندانه مرستې منندوی دي. د ده په وینا دغه مرستې به په افغانستان کې د خلکو د اساسي اړتیاوو پوره کولو او د ژوند ژغورنې پر چارو ولګول شي.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دوی په افغانستان کې د خلکو د بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره د نږدې ۳۲۷ ملیون ډالرو په ارزښت اضافي بشري مرسته برابروي او د خیریه ټولنو او بنسټونو له لورې به وویشل شي.

اړوند موضوعات

امریکا له افغانستان سره د خیریه بنسټونه له لارې د ۳۲۷ میلیونه ډالرو مرسته کوي.

یاده دې وي تیره ورځ د امریکا خارجه وزیر بلینکن د یادو مرستو اعلان وکړ.

Leave a reply