د پاکستان خارجه وزیر تازه ویلي: طالبانو نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.
د پاکستان خارجه وزیر تازه ویلي: طالبانو نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.
23 سپتمبر 2022
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.
بلاول زرداري دا څرګندونې د فرانسې ۲۴ چینل سره په مرکه کې کړې دي. هغه خواشیني څرګنده کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت د خپلو ژمنو سره سره نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې منځنیو ښوونځيو ته ولاړې شي.
بلاول زرداري ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت چې نړیوالې ټولنې سره کومې ژمنې کړې وې هغه یې سرته نه دي رسولي او له همدې امله یې حکومت نړۍ په رسمیت ونه پېژانده. هغه پر هند هم نیوکې کړې دي چې اوس یو سیکولر هیواد نه دی او د هندوانو پر یوه هېواد بدل شوی او هلته پر مسلمانانو ظلمونه کیږي.
اړوند موضوعات
ملګري ملتونه وايي چې د ستونزو حل مذاکرات دي، طالبان دې خبرو ته چمتووالی وښي
تراوسه د افغانستان او هند حکومتونو د بلاول زرداري د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلي.